امریکايي چارواکو ویلي، چې تېره شپه (چهارشنبه، د ثور۳۱مه) په واشنګټن کې د اسرائیلو د سفارت دوه کارکوونکي وژل شوي دي.
په دې کارکوونکو د فدرال پولیسو ودانۍ ته نږدې وسلهوال برید شوی.
د متحده ایالاتو د کورني امنیت مسولینو ویلي، چې په دې اړه له پلټنو وروسته به جزیات شریک کړي.
د واشنګټن د پولیسو د راپور له مخې، د دې پېښې په تړاو یو کس نیول شوی دی.
په امریکا کې د اسرائیلو سفارت هم په یوه وسلهوال برید کې د خپلو دوو کارکوونکو وژل تایید کړي دي.