د افغانستان د ۱۷ کلنو کمعمره فوټبال ملي لوبډله پرون (چهارشنبه، د غويي ۳۱مه) د مرکزي آسیا د فوټبال اتلولۍ (کافا) سیالیو کې د ګډون په موخه د اوزبیکستان پلازمېنې تاشکند ته روانه شوه.
د دې لوبډلې د سفر د مخه ښې په مراسمو کې د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون رییس محمد یوسف کارګر او د دې فدراسیون فني مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ ګډون درلود.
ښاغلي کارګر د لوبغاړو هڅې وستایلې، د بریا هیله یې څرګنده کړه او دا یې یو مهم فرصت وباله، څو افغان لوبغاړي نړیوالو ته خپل استعداد وښيي او دغه سفر به له لاسته راوړنو ډک وي.
د ۱۷ کلنو ځوانانو د مرکزي آسیا اتلولۍ سیالۍ به د مې میاشتې پر ۲۴مه نېټه د افغانستان په ګډون د ۶ هېوادونو ترمنځ پیل شي او د همدې میاشتې تر ۳۱مې دوام ومومي.
همدارنګه په دې سیالیو کې د افغانستان دوه نړیوال لوبڅاران، اشرف حسینزاده او جلیل احمد جامع به هم د دې سیالیو د قضاوت په برخه کې د هېواد استازیتوب وکړي.
د یادونې وړ ده، چې افغان ۱۷ کلنو کمعمره فوټبال ملي لوبډلې له دې وړاندې په ۲۰۲۴ م کال کې د دې سیالیو اتلولي ګټلې او یو ځل بیا په دغه سیالیو کې د ګډون په موخه روانه شوه.