د روسیې د امنیت شورا مرستیال الکساندر وندیکتوف ویلي، مسکو چمتو دی چې د واشنګټن او تهران ترمنځ په اټومي مذاکراتو کې منځګړیتوب وکړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې روسیه د دواړو هېوادونو ترمنځ د متوازنې او رغنده هوکړې لپاره هر راز همکارۍ ته چمتو ده.
د امریکا او ایران تر منځ د اټومي مذاکراتو پینځم پړاو سبا (جمعه) د اېټالیا په پلازمېنه روم کې پیلېږي.
ایران او امریکا د تهران د اټومي پروګرام په تړاو څلور پړاوه خبرې اترې کړې، چې تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلې. دواړو لوریو د یورانیمو غني کول سره کرښه ګڼلې ده.
امریکايي چارواکو ویلي، غواړي چې ایران نه یوازې خپل اټومي پروګرام محدود کړي، بلکې د یورانیمو له غني کولو هم باید لاس په سر شي؛ هغه موضوع چې ایران د نه منلو وړ ګڼلې ده.