ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوزبیکستان د ټکنالوژۍ وزیر سره د مولوي نجیب الله حیات حقاني لیدنه؛ د ډیجیټل همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د اوزبیکستان په تاشکند کې د یاد هېواد ډیجیټل ټکنالوژۍ وزیر شیرزود شرمتوف سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ټکنالوژۍ په برخو کې، پر سیسټم جوړونې، ډیجیټل حکومتولۍ، د تجربو پر شریکولو، د ټکنالوژۍ په برخه کې پر پانګونې، سایبر سکیورټي او د افغان کادرونو د ظرفیت لوړونې په تړاو خبرې کړې دي.

د اوزبیکستان د ډیجیټل ټکنالوژۍ وزیر شیرزود شرمتوف د افغانستان اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ته ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، هېواد یې له کابل سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

شیرزود شرمتوف ویلي، اوس مهال افغانستان او اوزبیکستان هېوادونه کولای شي د ټکنالوژۍ د ودې او پرمختګ په برخو کې همکار پاتې شي او هغه تجارب چې اوزبکستاني لوري د سیسټمونو د جوړولو او د ټکنالوژۍ د ودې او پرمختګ په موخه پلي کړي، افغان لوري سره شریک کړي دي.

 نوموړي زیاته کړې، دوی لېوالتیا لري چې د ټکنالوژۍ په برخه کې د سیسټمونو د شریکولو تر څنګ خپل شرکتونه افغانستان کې د پانګونې په موخه وهڅوي.

ورته مهال د افغانستان اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د اوزبیکستان هېواد د ډیجیټل ټکنالوژۍ وزیر څخه یاد هېواد کې د ښې میلمه پالنې په موخه مننه کړې او د کابل او تاشکند تر منځ اړیکې یې د دواړو هېوادونو لپاره ګټورې بللي دي.

مولوي نجیب الله حیات حقاني، افغانستان کې د ټکنالوژۍ په برخه کې د شته فرصتونو او ترسره شویو چارو په تړاو معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې اوس مهال د ټکنالوژۍ په برخه کې د پانګونې او پرمختګ په موخه اسانتیاوې د پخوا په پرتله ډېرې شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، هڅه کوو افغانستان کې د ډیجیټل حکومتولۍ او د سیسټمونو د جوړولو او پلي کولو په موخه د سیمې او نړۍ له تجربو څخه ګټه پورته کړو او په دې برخه کې د هېوادونو  همکاري اړینه ده.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني افغانستان کې ۴۰ کلنې جګړې ته په اشارې ویلي، هغه مهال د پرمختګ مخ ډب شوی و او زیربنا پکې لمنځه تللې وه، خو د افغانستان اسلامي امارت او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ځانګړې پاملرنې له مخې د هېواد په ډېری برخو کې د ټکنالوژۍ او عصري سیسټمونو څخه ګټه پورته کېږي، سیسټم جوړونې انسجام موندلی، د ټکنالوژۍ زیربناوې پیاوړې شوي، له عصري ټکنالوژۍ سره د بلدتیا په موخه د هېواد په ټولو برخو کې د څېړنې او پرمختګ عمومي ریاست له لوري ځانګړي ټولګي او کورسونه رامنځته شوي، د مخابراتي شرکتونو تنظیم او کنټرول چټک شوی، هېواد کې په غیر قانوني ډول د پوسټي خدمتونو مخنیوی شوی دی.

 همدا راز نوموړي زیاته کړې، هغه سیسټمونه چې پخوا د بهرنیو هېوادونو له لوري جوړېدل او د هغوی حفظ او مراقبت لپاره په لوړه کچه پیسې ورکول کېدلې، اوس مهال دغه ټول سیسټمونه د افغان کادرونو له لوري د عصري ټکنالوژۍ په ګټې اخېستنې په یوې نوې بڼې جوړ او اداراتو ته د کارونو د اسانتیاو په موخه سپارل کېږي.

ښاغلي حقاني ویلي، اوس مهال افغانستان د دې جوګه دی چې د خپلو اداراتو سیسټمونه په خپله جوړ او پلي کړي، چې په دې برخه کې  د فریکونسۍ د مزایدې سیسټم، د حجاجو د مدیریت سیسټم، د خصوصي او دولتي پوهنتونونو لپاره د محصلینو د ثبت سیسټم، د تالیف او ترجمې سیسټم، د ټرانسپورټ د نوبت ورکولو سیسټم او ډېر شمېر نور اړین سیسټمونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري ګڼو امارتي اداراتو لپاره جوړ او پلي شوي دي.

همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر له خپل ازبکستاني سیال سره په لیدنه کې د افغانستان د جغرافیوي موقعیت پر اهمیت هم خبرې کړي او ویلي یې دي، چې هېواد یې د نوري فایبر د کیبل په مرسته د ډیټا د ټرانزیټ په برخه کې د وصل پوره ظرفیت لري، چې اوس مهال افغانستان په ۷ بېلابېلو نقطو کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د همدې کیبل په مرسته نښلول شوی او نږدې راتلونکي کې به د بدخشان ولایت واخان له لارې چین سره هم ونښلول شو.

دغه‌راز مولوي نجیب الله حیات حقاني هېواد کې د (NIXA) انټرنټ د داخلي ګېټوې، د معلوماتو له ملي مرکز سره د ولایتونو نښلول، د پوسټي خدمتونو په برخه کې چې اوس مهال د نړۍ له ۱۹۲ هېوادونو سره اړیکې لري، هېواد کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (ATRA) د جعلي او غیر قانوني مبایلونو د مخنیوي او هېواد کې ډ تولو مبایلونو د ثبت په موخه د (IMEI)  پر سیسټم هم معلومات وړاندې کړي دي.

ښاغلي وزیر د دغو لیدنو په لړ کې د (DPI)  پلي کول، د (SMS4DC )سیسټم د اپګرېډ کولو، د سټلایټ د کنټرول او د انټرنیټ د (بانډویټ) د قیمت کمولو په برخه کې مفصلې خبرې کړي او په دې برخه کې یې له اوزبیکستاني لوري د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د غونډې په پای کې د اوزبیکستان د ډیجیټل ټکنالوجۍ وزیر شیرزود شرمتوف د دواړو هېوادنو د وزیرانو ناسته او د ټکنالوجۍ په بېلابېلو برخو خبرې ګټورې بللي او ویلي یې دي، چې د یاد هېواد د ولسمشر شوکت میرزایوف له لوري ورته افغانستان سره په اړونده برخو کې د بشپړې او هر اړخیزې همکارۍ سپارښتنه کړې ده.

دغه‌راز نوموړي ډاډ ورکړی، چې هېواد به یې افغانستان سره په ذکر شویو مواردو کې هر اړخیزه مرسته کوي.

د یادونې وړ ده، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د ګډو ګټو سیمه‌ییزو هېوادونو غونډه کې چې د اوزبیکستان په کوربتوب جوړه شوې د ګډون په موخه تاشکند ته تللی، چې نن یې د پیل لومړۍ ورځ وه.

د دغو لیدنو سربیره دواړه لوریو د یاد هېواد د بېلابېلو برخو څخه د لیدنې تر څنګ د (SOC) له مرکز (IT Park ) او (IT University  )څخه هم لیدنه کړې او د خپلو تجربو د شریکولو سربیره یې د جوړو شویو سیسټمونو په تړاو اړوندو برخو له لوري معلومات وړاندې شوي دي.