د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له افغان کډوالو سره د بشري مرستو د پراخېدو غوښتنه کړې ده.
UNHCR د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د بودیجې د کمښت له امله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دا مهال یوازې کولی شي له راستنېدونکو سره تر ټولو عاجلې او لنډمهالې بشري مرستې برابرې کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي: ”په داسې حال کې چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو راستنېدل دوام لري، له نیمايي زیات افغان وګړي د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی نه لري. موږ د راستنېدونکو مدیریت ته بشپړ چمتووالی نه لرو، نو له نړیوالې ټولنې غواړو، چې د افغانستان د بشري وضعیت د ښهوالي لپاره خپلې مالي مرستې پراخې کړي “.
بلخوا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي؛ چې د راستنېدونکو د بنسټیزو ستونزو د حل لپاره یې طرحې او پروګرامونه چمتو کړي، خو د نړیوالو مرستو کمښت یې د پلي کېدو مخه نیولې.
دغه وزارت له نړیوالو شریکانو غوښتنه کړې، چې بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره دې خپلې مرستې زیاتې کړي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د روان میلادي کال د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د مې میاشتې تر ۲۰مې پورې، له ګاونډیو هېوادونو څخه څه باندې ۲۰۰ زره افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي، چې له ډلې یې څلور زرو زیات افغان بندیان هم د یادو هېوادونو له زندانونو ازاد شوي دي.