د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم د بدخشان پوهنتون د طب پوهنځي لپاره د تدریسي او اداري بلاک او تدریسي روغتون د رغنیزو پروژو پرانیسته وکړه.
یاده پرانیسته په بدخشان پوهنتون کې د یوې سترې غونډې پر مهال ترسره شوه، چې پهکې د بدخشان والي او امنیه قومندان، د جهادي مدرسو علماوو، د ولایتي ادارو یو شمېر رییسانو، د پوهنتون رهبرۍ، استادانو، محصلینو او د یاد ولایت قومي مشرانو او سپینږیرو ګډون کړی و.
شیخ ندا محمد ندیم په خپلو خبرو کې وویل؛ دا پروژې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په ځانګړې پاملرنه د ۲۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې، چې موخه یې د بدخشان ولایت د روغتیايي سکټور پیاوړتیا او د مسلکي ډاکټرانو روزنه ده.
نوموړي د اسلامي امارت له رهبرۍ مننه وکړه او ویې ویل، دا پرمختګونه د هېواد په شمال زون کې د تعلیمي او روغتیايي بنسټونو د پراختیا په برخه کې مهم ګامونه دي.
د لوړو زده کړو وزیر زیاته کړه؛ بدخشان د هېواد له لرې پرتو ولایتونو څخه دی، چې ستونزې او سختې لارې لري، نو له همدې امله د افغانستان اسلامي امارت رهبرۍ د دې پوهنتون په چوکاټ کې د طب پوهنځی رامنځته کړ، څو له همدې ځایه مسلکي کادرونه وروزل شي.
په غونډه کې د یاد ولایت چارواکو او د پوهنتون مسولینو د طب پوهنځي او تدریسي روغتون د جوړېدو هرکلی وکړ، دا یې د بدخشان لپاره یو حیاتي ګام وباله او همداراز یې د اسلامي امارت مشرانو او د لوړو زده کړو وزارت له ځانګړې پاملرنې مننه وکړه.