د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په لومړۍ نېټه په لغمان ولایت کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې پیل شوې.
ملا عبدالغني برادر اخوند په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې ویلي، د خوښۍ ځای دی چې نن په لغمان کې د پاکې انرژۍ د تولید په برخه کې یو مهم ګام اخلو. دا به نه یوازې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د دې سیمې مقاومت لوړ کړي، بلکې د پاکې او پایښت لرونکې انرژۍ په برخه کې به هم د هېواد اړتیا تر يو حده پوره کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د برېښنا سکټور په برخه کې ځان بسیاینې ته د رسېدو په موخه د دې پروژې په څېر مهم ګامونه اخیستي او دا نه یوازې د برېښنا د تولید، بلکې د ملي اقتصاد، کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جلب او جذب، د کاري فرصتونو د ایجاد او هېوادوالو ته د ښو خدماتو وړاندې کولو په برخه کې مهم ګام دی.
د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال په وینا، څه موده وړاندې د هېواد په کچه د برېښنا د تولید د ۷ مهمو پروژو قراردادونه لاسلیک شوي، چې مجموعي ظرفیت یې څه باندې ۲۲۸ میګاواټو ته رسېږي. دا د هېواد په کچه د برېښنا د تولید په برخه کې یو بې ساری ګام دی، چې دا پروژه یې هم برخه ده.
ښاغلي ملا برارد اخوند ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت اقتصادي ستراتیژي پر دې ولاړه ده، تر څو هېواد له بهرنۍ اړتیا خلاص او د خپلو موجودو کورنیو ظرفیتونو پر مټ ځان بسیاینې ته ورسېږي. دا چې برېښنا د یو هېواد د اقتصادي ودې د ملا تیر بلل کېږي، په همدې موخه د اسلامي امارت د اقتصادي پالیسیو په سر کې ځای لري.
د هغه په خبره، د افغانستان ډېره تکیه پر وارداتي برېښنا ده، چې د بیې له لوړوالي سره له هېواد په زیاته کچه د پیسو وتلو لامل کېږي؛ خو دا ډول پروژې هېواد په تدریجي ډول د برېښنا په برخه کې ځان بسیاینې ته رسولای شي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په هېواد کې د اقتصادي او پانګونې پروژو د پيل او بشپړولو لپاره امنیت تر ټولو مهم بللی او پانګوالو ته یې په دې برخه کې د اسلامي امارت له لوري پوره ډاډ ورکړی دی.
ښاغلي ملا برادر اخوند له پانګوالو غوښتي، چې په افغانستان کې په مختلفو په ځانګړي ډول د برېښنا په سکټور کې پانګونه وکړي. اسلامي امارت په دې برخه کې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړې او د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د پانګونې بینالوزارتي کمېټه کوښښ کوي، چې په هېواد کې د پانګونې پروسې لنډې او پانګوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
د یادونې وړ ده، چې په لغمان ولایت کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا پر پروژه د خصوصي سکټور له لوري شپږ میلیون ډالر پانګونه کېږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د سیمې د اوسېدونکو د برېښنا ستونزه تر یوې اندازې حل او صنعتي فعالیتونه به پراختیا ورسره ومومي.