ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په خوست کې د ۵۱ میلیونه افغانیو په ارزښت ۶ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

په خوست ولایت کې د ۵۱ میلیونه افغانیو په ارزښت ۶ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور، د خوست والي مولوي عبدالقیوم روحاني، د خوست د جهادي مدرسې مهتمم شیخ افضل حسین، د کابل عمومي حوزوي ریيس انجنیر عارف مومند، د خوست د اوبو او انرژي ریيس مولوي عبدالقیوم ثابت، سیمه‌ییزو مسولینو، علماوو، قومي مشرانو او د یاد ولایت ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و.

د اوبو او انرژي وزیر په دې مراسمو کې د اوبو سرچینو د پياوړتیا په برخه کې د یادو پروژو پلي کول ارزښتناک بللي او ویلي یې دي، لکه څرنګه چې اسلامي امارت د هېواد د ازادۍ په برخه کې قربانۍ ورکړې، اوسمهال د هېواد د پراختیا او ابادۍ په برخه کې هم ژمن دی.

ښاغلي منصور ټینګار کړی، چې د جهاد د موخو لاسته راوړل د افغانستان د خلکو لپاره ستر الهي نعمتونه دي او اوسمهال د افغانستان پر ملت باندې لازمه ده، چې د اسلامي نظام د پياوړتیا او د جهادي ارزښتونو په ساتلو سره د دغو نعمتونو شکر پر ځای کړي.

نوموړي د اسلامي ملت تر منځ د یووالي ارزښت ته په اشارې سره یادونه کړې، چې د اسلامي امارت مجاهدین په یوه ستره الهي آزموینه کې دي او دوی کولای شي یوازې په عبودیت، اخلاص او مسولیت منلو سره له دې ازموینې بریالي را ووځي.

د اوبو او انرژي وزیر زیاته کړې، چې اسلامي امارت په هېواد کې یووالی او امنیت رامنځته کړی او جامع سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې تګلارې یې تر کار لاندې نیولې دي.

دغه‌راز د افغانستان له ملت څخه هم تمه ده، چې د دغو تګلارو د پلي کولو په برخه کې له اسلامي امارت سره همکار و اوسي.

د خوست والي د دې ټولګټو پروژو پلي کول د یاد ولایت د اوبو مدیریت او د اوبو سرچینو د پياوړتیا په برخه کې یو مثبت ګام بللی دی.

د خوست د جهادي مدرسې مهتمم شیخ افضل حسین هم د اوبو او انرژي وزارت دکړنو د ستایلو ترڅنګ، د اوبو په سکټور کې خدمت حیاتي او ارزښتناک یاد کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې په دې شپږو پروژو کې د اوبو کوچنی ذخیروي بند، د سیند څنډو ټینګښت، د اوبولګولو کانالونه، چکډم او کاریزونه شامل دي.

د دې پروژو پر بنسټ په خوست کې د اوبو مدیریت په برخه کې مثبت ګامونه پورته شوي او زرګونه کورنۍ ورڅخه ګټه پورته کوي.