د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني د آر سي سي (RCC) ګډو ګټو سیمه ییزو هېوادونو په ناسته کې، چې د اوزبیکستان په کوربهتوب جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه.
نوموړي د ټکنالوژۍ په برخه کې د افغانستان په اوسني وضعیت، د نوري فایبر کیبل او د همدې کیبل له طریقه د سیمهییز اتصال په موخه افغانستان له جغرافیې څخه د ډیټا د ټرانزیټ په برخه کې د ګتې اخیستنې، د ډیجیټلي زیربناوو او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري په ترسره شویو خدماتو، سیسټم جوړونې، مخابراتي خدمتونو په برخه کې د کنټرول او نظارت، پوسټي خدمتونو په تړاو له نړیوالو هېوادونو سره په راکړې ورکړې او یو شمېر غوښتنو خبرې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر له وینا وروسته د آر سي سي مشترک المنافع هېوادونو اجرایوي رییس الکسي بورډون یاده وینا د پام وړ بللې او د ذکر شویو مواردو په تړاو یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.