د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت له مالي او اداري مرستیال ډاکتر محمدنعیم سره د ترکیې سفیر جنګ اونال لیدنه کړې.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا، د راستنېدونکو کډوالو پر ستونزو او یو شمېر نورو دوه اړخیزو موضوعاتو بحث شوی دی.
ډاکتر محمد نعیم د افغانستان او ترکیې اړیکې له دیني، سیاسي، کلتوري او تاریخي پلوه ژورې او نه شلېدونکې بللې او د ترکیې له هر اړخیزو همکاریو له مننې ترڅنګ یې د راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.
ښاغلي جنګ اونال د اړیکو د پراخېدو هيله څرګنده کړې او د بشري مرستو د دوام ډاډ یې ورکړی.
دغهراز نوموړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کي د ښکیلتیا په اړه معلومات او بر نامي شریکې کړې دي.