ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده‌کړو وزیر د کندوز پوهنتون له محصلینو سره وکتل

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د هېواد شمال زون ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کندوز پوهنتون له محصلینو سره د ناستې تر څنګ د پوهنتون په علمي شورا کې ګډون وکړ.

ښاغلي ندیم د کندوز پوهنتون په تالار کې جوړې شوې ناستې ته، چې د پوهنتون رهبري پلاوي، د پوهنځیو رییسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ګډون پکې کړی و، ځينې مهمې سپارښتنې کړې او ویلي یې دي، چې محصلین باید د علم تر څنګ د دین، اخلاقو او عقیدې له پلوه هم وروزل شي او له قومي، ژبنیو او سمتي تعصباتو څخه په کلکه ډډه وکړي.

نوموړي د دیني او عصري زده‌کړو پر زده کولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې یو مسلمان باید د خپل دین تر څنګ په عصري زده کړو هم سمبال وي.

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ویلي: «زه غواړم ستاسې پوښتنې له نږدې واورم. تاسې زموږ امید یاست، په زده‌کړو کې غفلت مه کوئ. علم تر لاسه کړئ او د حق لاره تعقیب کړئ.»

همدارنګه شیخ نداء محمد ندیم د کندوز پوهنتون په علمي شورا کې ګډون کړی، د مسولینو ستونزې او وړاندیزونه یې اورېدلي او د حل ډاډ یې ورکړی دی.