ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خوست کې د زمبر بند د تخنيکي مطالعاتو پروژه پيل شوه

د خوست په صبریو ولسوالۍ کې د زمبر بند د تخنيکي مطالعاتو پروژه پيل شوه.

د دې پروژې د جيوتخنيک او جيوفزيک مطالعاتو په مراسمو کې د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطيف منصور او ګڼو ځایي چارواکو ګډون کړی و.

د اوبو او انرژي وزير د اوبو مديريت، د موسمي سيلابونو کنټرول او د اوبو سرچينو د پياوړتيا په برخه کې د یادې پروژې ارزښت ته په اشارې ویلي، چې په روان کال کې به د اوبو او انرژي وزارت له لوري د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د اوبو ذخيروي بندونو او برېښنا د توليد پروژې پيل شي.

نوموړي د صبريو ولسوالۍ د خلکو قربانۍ او سرښندنې ستايلې او ویلي یې دي، چې په هېواد کې د اسلامي نظام بريا د دغو قربانيو پايله ده.

ښاغلي منصور دصبريو د ولسوالۍ خلکو ته ډاډ ورکړی، چې په دې ولسوالۍ کې به د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په برخه کې اړين اقدامات پيل کړي.

د اوبو او انرژي وزير پانګه والو او مهاجرينو ته په خطاب کې ویلي، چې اوس په هېواد کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمينه برابره شوې او د هېواد په ابادۍ کې د ونډې اخیستو وخت را رسېدلی دی.

د خوست والي په دې مراسمو کې ویلي، چې د اسلامي امارت مسولين د هېواد د ابادۍ او پراختيا په لاره کې د ریښتينو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دي.

د يادونې وړ ده، چې د زمبر ذخيروي بند پروژه د اوبو او انرژي وزارت له لوري په صبريو ولسوالي کې د اوبو د مديريت، د سيلابونو دکنټرول او د اوبو سرچينو د پياوړتيا په موخه پیل شوې او د امکان سنجي مطالعاتو پر بنسټ یې لګښت ۵۹۱.۷ ميليونه افغانۍ اټکل شوى دى.

دا بند د ۳۲ متره لوړوالي په درلودلو سره د ۱.۰۸ميليون متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتيا لري او کابو ۴ زره هکټاره کرنيزه ځمکه به خړوبه کړي، چې ۳ زره او ۵۰۰ کورنۍ به ګټه ورڅخه پورته کړي.