ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۷۶ فلسطینیان شهیدان شوي

الجزیرې د غزې د روغتیایي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې له پرون (جمعه، د غبرګولي۲مه) سهار راهیسې پر غزه تړانګه د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۶ فلسطینیان شهیدان او له ۲۰۰ ډېر نور ټپيان شوي دي.

عیني شاهدانو الجزیرې ته ویلي، په جبالیا پنډغالي کې یوه کورنۍ هم بمبار شوې، چې شاوخوا ۵۰ کسان پکې شهیدان او یا ورک دي.

دوی زیاته کړې: “اسرائیلي عسکر د ساتیري لپاره ملکیان په نښه کوي.”

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، چې د غزې جګړه “د دې ظالمانه شخړې تر ټولو بې‌رحمه پړاو” ته رسېدلې او فلسطینیان له لوږې سره مخ دي، حال دا چې اسرائیلو دې قحطۍ ځپلې سیمې ته کمه اندازه مرستې پریښې او “د غزې کلابند شمال ته لا هېڅ هم نه دي رسېدلي”.

اسرائیلي یرغلګرو په غزه کې پراخه ځمکني عملیات پيل کړي، له نږدې درېیو میاشتو راهیسې یې سیمه کلابنده کړې او هېڅ ډول بشري مرستو ته اجازه نه ورکوي. که څه هم چې په وروستیو کې د اړینو بشري مرستو د لېږد اجازه ورکړل شوې، خو دا مرستې د سمندر له څاڅکي سره ورته بلل شوې، ځکه چې د غزې روان حالت د ناورین کچې ته رسېدلی دی.

اسرائیلي رژیم د مرستو د کلابندۍ تر څنګ د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو پراخه بریدونو ته دوام ورکړی، چې هره ورځ لسګونه ناورین ځپلي فلسطینیان پکې شهیدان او ټپیان کېږي.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې پر غزه د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۵۳ زره او ۸۲۲ فلسطینیان شهیدان او ۱۲۲ زره او ۳۸۲ نور ټپیان شوي دي.