ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزیر په هرات کې د تلسیمیا تخصصي روغتون پرانیسته وکړه

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې ولایت د مخورو او افغان سوداګرو په مرسته جوړ شوي تلسیمیا روغتون پرانیست.

د پرانیستې په مراسمو کې د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار، د ایران، ترکیې او ترکمنستان هېوادونو سفارتي استازو ګډون کړی و.

یاد روغتون، چې د هرات ولایت مقام او د عامې روغتیا ریاست په همغږۍ جوړ شوی، د تلسیمیا ناروغۍ اخته ماشومانو لپاره ځانګړی مرکز دی او د درملنې خدمات به په کې وړاندې کېږي.

مولوي نور جلال جلالي، د هرات د مخورو او سوداګرو مرسته یوه بې‌سارې قرباني بللې او دا کړنه یې د تلسیمیا ماشومانو د درملنې په برخه کې یوه ستره لاسته راوړنه یاده کړې ده.

دغه‌راز ښاغلي جلالي له هېوادوالو، په ځانګړي ډول له سوداګرو غوښتي، چې د یووالي او مرستې له لارې خپلو خلکو ته غوره روغتیايي خدمات برابر کړي.

نوموړي زیاته کړې، هڅه کوو چې له داخلي بودیجې څخه روغتیايي خدمات وړاندې کړو او که څوک غواړي په دې برخه کې پانګونه وکړي، موږ چمتو یو چې ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړو.

د هرات والي ویلي، هڅه کوي چې د روغتیا په برخه کې د پانګونې لپاره نور سوداګر وهڅوي، ترڅو د خلکو اړتیاوې د خصوصي سکتور له لارې هم پوره شي.

په دغه مراسمو کې د یاد روغتون د جوړونکو له لوري هم خبرې شوي او ویلي یې دي،هڅه به وکړي چې د عامې روغتیا وزارت سره په ګډه همغږۍ کار وکړي او د یاد روغتون د تجهیز لپاره لا زیات کوښښونه ترسره کړي.