ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

روسیې او اوکراین د یوه او بل نږدې ۴۰۰ پوځي او ملکي بندیان خوشي کړل

روسیې او اکراین پرون جمعه د یوه او بل ۳۹۰ پوځي او ملکي بندیان ازاد کړي او ویلي یې دي، چې په راتلونکو ورځو کې به نور بندیان هم تبادله کړي.

دواړو لوریو ویلي، چې هر یوه یې ۲۷۰ پوځي او ۱۲۰ ملکي بندیان ازاد کړي او شنبه او یکشنبه به نور هم خوشي کړي.

روسي او اوکرایني چارواکو تېره اونۍ د ترکیې په استانبول کې د زرو زندانیانو د تبادلې هوکړه کړې وه.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زېلینسکي پرون جمعه ویلي، چې د دواړو لوریو تر منځ د ۳۹۰ بندیانو تبادله د زرو بندیانو د خوشي کولو لومړی پړاو دی.

نوموړي په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: “موږ خپل خلک کور ته راولو.”

د روسیې دفاع وزارت هم د بندیانو د تبادلې خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې دواړه لوري به په راتلونکو ورځو کې نور بندیان هم خوشي کړي.

دا په اوکراین کې د جګړې له پيل راهیسې د بندیانو د تر ټولو لویې تبادلې پيل بلل شوی دی.