ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د نوسکي نړیوال چاپېریالي کانګرس د افغان پلاوي په فعال ګډون سره پای ته ورسېد

د نوسکي نړیوال چاپېریالي کانګرس، چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې یو له مهمو نړیوالو علمي او سیاسي غونډو څخه ګڼل کېږي، د روسیې په سن‌پترزبورګ ښار کې د ګڼ شمېر هېوادونو د استازو، کارپوهانو او مسولینو په ګډون پای ته ورسېد.

یاد کانګرس د څو ورځو لپاره دوام وکړ، چې پکې د اقلیمي بدلون، چاپېریالي خطرونو، طبیعي زیرمو د مدیریت او د نوي کېدونکو انرژیو پراخوالي په اړه په‌کې خبرې وشوې.

د کانګرس موخه د چاپېریالي ننګونو پر وړاندې د نړیوالو هېوادونو یو موټی کول او د همکارۍ، نوښت او علمي تجربو له لارې د ځمکې د ساتنې لپاره اغېزمن ګامونه پورته کول و.

د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د لوي رییس مولوي مطیع الحق خالص په مشرۍ په دې نړیواله غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان د حکومت پلاوي ګډون نه یوازې دا وښوده، چې افغانستان د سیمه‌ییزو او نړیوالو چاپېریالي مسلو په اړه ژوره پاملرنه لري، بلکې دا یې هم څرګنده کړه چې اسلامي امارت غواړي له نړیوالو سره د چاپېریال ساتنې، اقلیمي ثبات او پایداره پرمختګ په برخو کې همکاري وکړي.

مولوي مطیع الحق خالص او ورسره پلاوي د کانګرس په علمي، تخنیکي او ټولو اړوند بحثونو کې فعاله برخه واخیسته، خپل نظریات یې وړاندې کړل او د هېواد چاپېریالي وضعیت، اقلیمي بدلون د ننګونو او د دوامداره پراختیا په لور د روانو هڅو په اړه یې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

 دوی همداراز له نړیوالو ګډونوالو سره د تجربو د شریکولو او د ګډو همکاریو د پراخولو هوډ څرګند کړ.

د کانګرس ګډونوالو د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي شتون ارزښتناک وباله او د هېواد د چاپېریال ساتنې په برخه کې یې د نړیوالو مرستو او تجربو د انتقال لپاره د ګډ کار غوښتنه وکړه.

نوسکي نړیوال چاپېریالي کانګرس د چاپېریال د ساتنې په موخه د فکري تبادلې، علمي بحثونو او نړیوالې همکارۍ لپاره یوه مهمه فضا برابروي.

د افغانستان ګډون پکې دا ښيي چې دا هېواد غواړي د اقلیمي بدلون او چاپېریالي ستونزو حل ته جدي پاملرنه وکړي او د نړېوالې ټولنې یوه فعاله برخه پاتې شي.