د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري چارو مرستیال ډاکټر محمد نعیم د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د راستنېدونکو کډوالو پر اړتیاوو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.
د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال د یوناما مرستې ستایلې دي او څرګنده کړې یې ده، چې اسلامي امارت په هېواد کې د مرستندویو بنسټونو د فعالیت لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي.
بهرنیو چارو وزارت وایي، ډاکټر محمد نعیم په دې کتنه کې له یوناما څخه غوښتي، چې راستنېدونکو کډوالو ته د ژوند لومړنيو اسانتیاوو په برابرولو کې خپله همکاري روانه وساتي.
روزا اوتونبایېوا د اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو وزارت د همکاریو مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې ملګري ملتونه د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي.
نوموړې زیاته کړې، یوناما هڅه کوي چې راستنېدونکو کډوالو ته د ژوند اسانتیاوو سربېره د کاري فرصتونو زمینه هم برابره کړي.