ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پروان کې د څه‌باندې ۲۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۷۵ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې ۲۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۷۵ پراختیايي پروژو د چارو پیل پرانیسته وکړه.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزیر، مل پلاوی، د پروان والي مفتي محمد ادریس انوري، د ولایت د علماوو شورا رییس مولوي عبدالولي حمید، د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس ملا عبدالصمد صادق، د شینواري او سالنګ ولسوالیو مسوولین، علماوو، سپین‌ږیرو او ځوانانو ګدون کړی و.

ملا محمد یونس اخوندزاده ویلي، زموږ موخه د هېواد په کلیوالي سیمو کې بنسټیز کارونه ترسره کول او د دوامدارې پراختیا بنسټ ایښودل دي.

نوموړي زیاته کړې، دا پروژې به نه یوازې د عامو وګړو لپاره د کار زمینه برابرې کړي، بلکې د ټولنې پر اقتصادي ودې هم مثبت اغېز ولري.

په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو او کانالونو جوړول شامل دي.

د یادو پروژو د پلي کولو پر مهال به سلګونو کاریګرو ته د کار زمینه برابره شي او له بشپړېدو سره به یې د اړوندو سیمو د اوسېدونکو ستونزې هوارې شي.