ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسرائیلي اشغالګرو په غزه کې د یوې ډاکټرې نهه ماشومان شهیدان کړي

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د غزې په خان یونس کې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې د یوې ډاکټرې نهه ماشومان شهیدان شوي دي.

د غزې سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د ماشومانو شهیدانول د اسرائیلي یرغلګرو لپاره په یوه ساتیري بدل شوي دي.

له بل لوري د غزې بشري حالت له ناورین سره مخ دی او تازه یوه څلور کلن ماشوم هم د لوږې له امله ژوند بایللی.

د خوړو نړیوال پروګرام WFP یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې په دې تړانګه کې له ۷۰ زره زیات ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

په غزه کې چارواکي وايي، اسرائیلي یرغلګرو له تېرې چهارشنبې راهیسې یوازې ۱۰۰ لارۍ بشري مرستې غزې ته پریښې، چې د قحطۍ ځپلو فلسطینیانو لپاره بسنه نه کوي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو د بریدونو له امله ۵۳ زره او ۹۰۱ فلسطینیان شهیدان او ۱۲۲ زره او ۵۹۳ نور ټپيان شوي دي.