ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اقتصادي چارو شنونکي: د سیمې له هېوادونو سره په ملي اسعارو سوداګري افغانۍ لا باثباته کوي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې هڅه کوي له روسیې او چین سره په ملي اسعارو سوداګري پيل کړي.

نوموړي په کازان فورم کې له روسي چارواکو سره د افغانستان او روسیې ترمنځ د ډالرو پر ځای په افغانیو او روسي روبل د سوداګرۍ په تړاو خبرې کړې دي.

ښاغلي عزیزي د ثور په ۲۳ په کازان ۱۶ فورم کې ګډون کړی و.

د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي، چې د سیمې له هېوادونو سره په افغانیو راکړه ورکړه به په نړیوال مارکېټ کې افغانۍ باثباته وساتي او د واردوونکو توکو بیې به راټیټې شي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له منځنۍ اسیا، روسیې او چین سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې پیاوړې شوې او اوس‌مهال له روسیې سره په کلني ډول تر شپږ سوه میلیونه ډالرو سواګریزه راکړه ورکړه کوي.