د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي بادغیس ته د خپل سفر په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره د روغتیایي علومو د یوه دولتي انسټیټوټ د خدماتو پرانیسته وکړه.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر، د بادغیس والي حافظ محمد امین جان عمري، د عامې روغتیا ریاست رییس مولوي خان محمد همت، د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی رییس عرفان الله کریمي، قومي مشرانو، روغتیاپالانو او د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و.
مولوي نور جلال جلالي د دې انسټېټیوټ جوړېدل یوه ستره لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل، چې دغه مرکز به د بادغیس په روغتیایي زده کړو کې شته تشې ډکې کړي او په سیمه کې به د روغتیا د کیفیت په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.
نوموړي زیاته کړې، د انسټېټیوټ تشکیلاتي جوړښت بشپړ شوی او مناسب ځای ورته ځانګړی شوی دی، چې د یاد ولایت سلګونه زدهکوونکي به په څلورو بېلابېلو څانګو کې خپلې زده کړې وکړي.
د بادغیس ځايي اوسېدونکو د عامې روغتیا وزارت له پلاوي څخه د مننې ترڅنګ د روغتیا په برخه کې د نورو همکاریو غوښتنه وکړه او د وزارت رهبرۍ د پاملرنې ډاډ ورکړ.