د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معینیت اړوند د هنرستان ریاست په ملي نګارستان کې د رسیس فرهنګي بنسټ په همکارۍ د نقاشۍ، خطاطۍ، کتابونو او لاسي صنایعو دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولینو، هنرمندانو، نقاشانو، فرهنګيانو او ځوانانو ګډون کړی و.
په دې فرهنګي نندارتون کې د هېواد د اتلسو تکړه هنرمندانو لخوا له ۱۰۰ ډېر هنري اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
همداراز، د بیهقي کتاب خپرولو ریاست او یو شمېر نورو کتاب پلورونکو خپل نوي چاپ شوي کتابونه او د لاسي صنایعو هنرمندانو هم خپل ښکلي او نوښتګر تولیدات د نندارې او پلور لپاره وړاندې کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې دغه نندارتون به دوه ورځې دوام وکړي او د هنر او فرهنګ مینوال کولی شي ملي نګارستان ته په ورتګ سره د هېواد هنرمندانو له اثارو لیدنه وکړي او د کورنیو لاسي صنایعو په ملاتړ کې خپله ونډه واخلي.