ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بلخ البرز ولسوالۍ لپاره د اداري ودانیو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر بنسټ، د بلخ ولایت نوې البرز ولسوالۍ او اړوند امنیې قوماندانۍ لپاره د اداري ودانیو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د یادو ودانیزو پروژو چارې، چې د کورنیو چارو وزارت له ملي بودیجې څخه د څه باندې ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت تمویلیږي، د ولایت د محلي مسولینو په شتون کې پیل شوې.

 دا ودانۍ به شاوخوا ۳ درې زره او۵۰۰ متره مربع مساحت ولري او ۳۶۰ متره مربع فرعي جوړښتونه به پکې شامل وي.

د قوماندانۍ د کمپلکس ودانۍ په لومړي پوړ کې ۱۷ اداري خونې، اته تشنابونه او یوه اشپزخانه لري، او په دویم پوړ کې د ولسوالۍ ودانۍ به ۱۳ اداري خونې ولري.

د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس د بنسټ ډبرې ایښودو پر مهال وویل، چې د البرز ولسوالۍ جوړېدل به د امنیت ټینګښت، د خلکو د ستونزو حل او اغېزمنو دولتي خدمتونو وړاندې کولو کې مهم رول ولوبوي.