ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ محمد خالد الحنفي: پوهه او زده کړه باید د اسلامي نظام په ساتنه کې وکارول شي

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي له علماوو، دعوت کوونکو او له یو شمېر پوهانو سره د دعوتي چارو د سمون او په دې برخه کې د همغږۍ په موخه ناسته وکړه.

د ناستې په پیل کې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر ګډون والو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل؛ د قلم پر ځای کارول جهاد اکبر دی چې باید د دین خدمت پرې وشي او د اسلامي نظام د دفاع له پاره کار ترې واخیستل شي، ځکه چې الله جل جلاله تاسې ته توان درکړی او د قیامت په ورځ الله جل جلاله درنه پوښتنه کوي.

محمد خالد الحنفي زیاته کړه؛ په دین کې استقامت د مسلمانانو ځانګړنه ده، لکه څرنګه چې د خپل مال او کور د ساتلو لپاره دیوالونه جوړوو، نو په کار ده چې د عقیدې دیوالونه هم دومره لوړ او پياوړي وساتو چې غلیم ته د تیري فکر هم زړه ته ورنشي.

د ښاغلي الحنفي په وینا؛ اسلامي نظام پر موږ د الله جل جلاله نعمت دی، موږ که یې شکر ادا نه کړ الله جل جلاله به یې له موږ څخه واخلي او د دې نعمت شکر اداینه همدا ده چې له هرې ممکنې لارې د نظام خدمت وکړو.

دغه راز نوموړي علماوو، قلم والو او دعوت کوونکو ته په خطاب کې وویل؛ تاسې د قلم او نظر خاوندان یاست، تاسې ته معلومه ده چې نن سبا د دعوت او قلم جګړه ده نو په همدې بنسټ د غرب د منفي تبلیغاتو په مقابل کې قلمي او دعوتي مبارزه او د عامه ذهنیت سمون ستاسې دیني عالمانو او قلم والو مسولیت دی.

د یادولو وړ ده، چې د ناستې په پای کې راغلو علماوو، داعیانو او قلموالو خپل نظرونه شریک کړل او د داسې ناستو جوړول یې په کارونو کې د همغږۍ او مرستې غوره لار وبلله او د داسې ناستو د دوام غوښتنه یې وکړه.