د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د ترکیې، ایران، تاجکستان او اذربایجان په ګډون سیمې ته په شپږ ورځني رسمي سفر روان شوی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، شهباز شریف به د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په ملتیا، د سفر لومړي تمځای استانبول ښار ته د یوې ځانګړې الوتکې له لارې ورسېږي.
د راپورونو له مخې، د دې سفر موخه د یادو هېوادونو له همکارۍ مننه، د دوهاړخیزو اړیکو پراخوالی او د سیمې پر مهمو سیاسي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو بحث او همغږي ده.
تمه کېږي چې شهباز شریف به د سفر پر مهال له یادو هېوادونو سره د پانګونې، سوداګرۍ، ترانزیت او سیمهییزې همکارۍ په برخه کې یو لړ هوکړهلیکونه هم لاسلیک کړي.