هندي رسنیو راپور ورکړی، چې نوي ډیلي افغانانو ته د ویزې ورکړې لړۍ بیا پیل کړې ده.
هندي رسنیو د یوې حکومتي سرچینې له قوله ویلي، چې نوي ډیلي افغانانو ته ویزو د ورکړې لپاره انلاین پورټل پیل کړی او افغانان کولی شي په انلاین بڼه د ویزو لپاره غوښتنه وکړي.
په یاد راپور کې راغلي؛ د اپرېل په وروستۍ اوونۍ کې د افغانانو لپاره د ویزې غوښتنلیک لپاره پر لیکه یو نوی پورټل پیل شوی، افغانان اوس د سوداګرۍ، درملنې، زده کړو او نورو برخو کې ویزې ترلاسه کولی شي.
بلخوا د چارو یو شمېر شنونکي وايي؛ د افغانستان ګاونډیو او سیمې هېوادونو د اسلامي امارت ثبات او خپلواکي درک کړې او زیاتوي چې، د هند په ګډون ګڼ شمېر هېوادونو له اسلامي امارت سره د اړیکو پراختیا ته لېواله شوي دي.
اسلامي امارت که څه هم په دې اړه تازه څه نه دي ویلي، خو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي له خپل هندي سیال جي شنکر سره په ټیلیفوني اړیکه د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې پر لوړولو د خبرو ترڅنګ له هند غوښتي و، چې افغان سوداګرو او ناروغانو ته د هند د ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.