ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزني کې د ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت بنسټیزې پروژې پیل شوې

د غزني ولایت ځایي چارواکي وایي، په دې ولایت کې د ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت څلور بنسټیزې پروژې پیل شوې دي.

د غزني د ښاروالۍ ریاست له لوری او د یوې همکارې موسسې په مرسته، د ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو بنسټیزو پروژو عملي کار پيل شو.

د یاد ولایت مسولین وایي؛ په دغه پروژو کې سړک، استنادي دېوال او د اوبو کانالونو جوړول شامل دي، چې د غزني ولایت په بېلابېلو برخو کې پلي کېږي.

دوی زیاتوي، چې د دغو پروژو په پیل سره سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د دې ولایت اوسېدونکي د دغو پروژو له پیل څخه خوښ دی او وایي؛ چې دا پروژې به د دوی په سیمو کې د ژوند شرایط ښه کړي، کاري فرصتونه به زیات کړي او د بنسټیزو خدماتو په وده کې به مرسته وکړي.

همداراز دوی زیاتوي، چې د امنیتي وضعیت له ښه والي او د همکارو بنسټونو له همکارۍ سره، د بیارغونې او پرمختګ بهیر چټک شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته په تېرو څو کلونو کې د غزني ولایت په بنسټیزو پروژو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.