ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي احمدالله زاهد او د چین د ګمرکونو ادارې مرستیال لیدنه؛ چین ته د افغان سوداګرو د مالونو پر لېږد خبرې شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د چین ولسي جمهوریت د ګمرکونو اداري مرستیال سره په لیدنه کې د چین او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په موخه په افغاني تولیداتو د چین له لوري ګمرکي تعرفه کې د تخفیف رامنځته کېدو، په کرنېزو توکو د قرنطین لرې کولو، د قرغيزستان او قزاقستان له لارې د چین او افغانستان ټرانزیټ او اورمچي ترڅنګ د چین نورو ښارونو ته د افغاني توکو د لېږد الوتنو ته د اجازې پر ورکړه خبرې اترې کړې دي.

په دې لیدنه کې، چینايي لوري په دغه برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

هاخوا د افغانستان د کرنېزو او مالدارۍ تولیداتو خونه وايي؛ چین د افغانستان د کرنېزو تولیداتو لپاره ښه بازار لري، که په افغان کرنېزو توکو قرنطیني شرایط لري شي، چین ته به د افغاني تولیداتو بهیر ګړندی شي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان سوداګر او صنعتکاران چین د افغانستان لپاره ښه مارکیت یادوي او په دې باور دي، که د ارومچي ترڅنګ د چین نورو ښارونو ته د افغانستان تولیداتو ته د هوا له لارې د لېږد اجازه ورکړل شي، دا به د چین او افغانستان سوداګري څو برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې د چین، سیمې او نړۍ سره ښې سوداګرېزې اړیکې رامنځته کړې دي.