ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده‌کړو وزیر: اسلامي امارت دیني او عصري علومو ته ځانګړې پاملرنه کوي

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د خپل رسمي سفر په ترڅ کې هرات ته سفر وکړ او هلته یې د هرات پوهنتون د علمي شورا له غړو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ښاغلي وزیر د اولی‌الأمر پر اطاعت ټینګار کړی او له ګډونوالو یې غوښتي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله فرامین په اخلاص، یووالي، د مسولیت په احساس او بشپړې پاملرنې سره پلي کړي.

شیخ نداء محمد ندیم د علمي شورا غړو ته په خطاب کې ویلي: “اسلامي امارت دیني او عصري علومو دواړو ته ځانګړې پاملرنه کوي، او زموږ هېواد په ټولو برخو، لکه زراعت، انجنیري او نورو تخصصي برخو کې متخصصو کادرونو ته اړتیا لري.”

نوموړي زیاته کړې، چې هر مسوول باید په خپله دنده کې د احساس مسولیت ولري او د اسلامي امارت اصول پوره مراعات کړي، ځکه په اسلامي نظام کې هر مسول د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه استازولي کوي.

په پای کې د هرات پوهنتون مسولینو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د لوړو زده‌کړو له وزیر سره شریکې کړي، چې د نوموړي له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.