د راپورنو له مخې، د مالتا لومړي وزیر رابرت ابیلا اعلان کړی، چې هېواد به یې د جون په میاشت کې د فلسطین دولت په رسميت وپېژني.
ښاغلي ابیلا پر غزه د اسرائیلي اشغالګرو بریدونه له بشري حقونو سرغړونه او وحشیانه بللي او ویلي یې دي، چې د فلسطین دولت په رسمیت پېژندل د دوی اخلاقي مسوولیت دی.
د راپورونو له مخې، دا پرېکړه به د جون پر ۲۰مه نېټه د یوه نړیوال کنفرانس له پای ته رسېدو وروسته رسمي اعلان شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه پورې د ملګرو ملتونو ۱۴۷ غړو هېوادونو فلسطین په رسميت پېژندلی دی.