د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې له دوو نړیوالو موسسو سره یې د ۱۲۰ زره او ۳۸۰ امریکايي ډالرو په ارزښت دوه تړونونه لاسلیک کړي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو تړونونو پر بنسټ به یادې موسسې دغه مالي مرستې د مشورتي خدمتونو، د کډوالو په ښارګوټو کې د څښاک د پاکو اوبو برابرولو، او همداراز په کابل، نیمروز، کندهار، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د ښوونکو د ګومارنې په برخه کې ولګوي.
د دې پروژو څخه به ۸۰ راستنې شوې، بې ځایه شوې او اړمنې کورنۍ ګټه واخلي.