ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په امریکا کې د ډزو له امله ۱۱ کسان ټپيان شوي

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا په سویلي کارولینا ایالت کې د ډزو له امله د یوه پولیس په شمول لږ تر لږه ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.

ځايي پولیسو تر دې دمه په پېښه کې د لاس لرونکو کسانو او د ټپیانو روغتیایي وضعیت په تړاو څه نه دي ویلي.

پولیسو د پلټنو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې ډېری ټپیان د خلکو له لوري روغتونونو ته لېږدول شوي دي.