ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېرو دوو میاشتو کې د څه‌باندې پینځه زره بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د لومړیو دوو میاشتو په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د پینځه زره او ۷۸ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی دی.

ثبت شوي ارقام ښیي، چې په یاده موده کې د ۱۱۹ ښځینه‌وو په ګډون دوه زره او ۶۵۸ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۶۷ ښځینه‌وو په ګډون، دوه زره او ۳۹۳ نور له هېواده وتلي دي.

 له بلې خوا، د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري، چې دوه زره او ۶۱۸ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۴۰ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې ۳۵۲ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.

 د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر (یو زر او ۸۲۰) بهرني وګړي د نیمروز له بندر او ورپسې ۵۷۷ تنه د هرات له بندرونو او پاتې نور د بلخ او کندهار هوايي ډګرونو، د تورخم، سپین بولدک او د فاریاب اقینې بندر له لارې هېواد ته راغلي دي.