ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په هېواد کې د ګوزڼ ضد واکسین دویم ملي کمپاین پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو ادارو په ملاتړ، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره د ګوزڼ ضد واکسین دویم ملي کمپاین نن پیل کړ.

دغه کمپاین د روان کال د « غبرګولی» میاشتې له پینځمې څخه تر اتمې نېټې پورې د څلورو ورځو لپاره د هېواد په ټولو حوزو کې پلی کېږي، چې په ترڅ کې به یې شاوخوا ۱۱.۸ میلیونه له پینځو کلونو څخه کم عمره ماشومان واکسین شي.

د یاد وزارت په وینا، د دغه کمپاین په ترڅ کې به هغو ماشومان ته، چې له ۲۴ میاشتو څخه تر ۵۹ میاشتو عمر ولري، د چینجیانو (Albendazoles) ګولۍ هم ووېشل شي، چې د یادو ګولیو د وېشلو موخه په ماشومانو کې د چینجیانو اړوند ناروغیو مخنیوی دی.

د عامې روغتیا وزارت له خپلو نړیوالو شریکانو سره په ګډه هڅه کوي، چې په افغانستان کې د وقایوي تدابیرو په عملي کولو سره د پولیو او نورو ساري ناروغیو څخه مخنیوی وکړي.

دغه راز د یاد وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امرخیل د هېواد له قومي مشرانو، مخورو، علماء کرامو او هېوادوالو څخه غوښتنه کړې، چې په خپلو سیمو کې د دې وزارت له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي، ترڅو دغه وزارت وکولی شي د واکسین په ښه تطبیق سره، په افغانستان کې د پولیو له ناروغۍ څخه مخنیوی وکړي.