ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ۱۴۰۴ کال د عمومي کانکور ازموینې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت پروسه نن رسما پیل شوه

د ازموینو ملي ادارې له خوا، د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د عمومي کانکور ازموینې د لومړي پړاو ګډونوالو لپاره د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر نن د لوګر او میدان وردګ ولایتونو څخه رسما پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

یاده اداره وایي، د کانکور ازموینې په لومړي پړاو کې د ۱۱ ولایتونو ګډونوالو (میدان وردګ، پروان، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، بامیان، دایکنډي، غور، غزني، لوګر او پکتیکا) لپاره ازموینه د غبرګولي په ۷مه، ۸مه او ۹مه نېټه اخیستل کېږي.

د ازموینو ملي اداره زیاتوي، د بایومتریک معلوماتو ثبت بهیر د شفافیت، نظم او د حقیقي ګډونوالو د تثبیت په موخه یو مهم ګام ګڼل کېږي او دا اداره ډاډ ورکوي، چې ټول بهیر به په بشپړ شفافیت او د ټاکل شویو اصولو له مخې ترسره شي.

د یادونې وړ ده، چې د کانکور ازموینې لومړي دور پاتې نهه ولایتونو کې به د بایومتریک معلوماتو ثبت پروسه سبا سې‌شنبه د غبرګولي په شپږمه نېټه پیل شي.