د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو د مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي په مشرۍ د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د باختر اطلاعاتي اژانس رییس مولوي ضیاءالحق حقمل، د کاپي رایټ امر مولوي عبدالحق حماد او د یاد کمېسیون نورو غړو شتون درلود.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور وړاندې کړ او مولوي حیات الله مهاجر فراهي د کمېسیون لاسته راوړنې او فعالیتونه مثبت وارزول.
په غونډه کې د بېلابېلو کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سر سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه ورکړل شوه.
د غونډې په پای کې هغه شمېر کتابونه چې د کتاب ارزونې کمېسیون ته د ارزونې په موخه لېږل شوي وو، د ارزونې لپاره د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، ترڅو راتلونکې غونډې ته يې راپور وړاندې کړي.