ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

دوکتور محمد نعیم: بهرنیو چارو وزارت د قونسلي خدماتو په برخه کې د صنعت کارانو ستونزو ته رسېدنه کوي

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال دوکتور محمد نعیم د یو شمېر صنعتي خونو له مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې صنعتکارانو د اسلامي نظام له حاکمیت، ټینګ شوي امنیت او روانو رغنیزو فعالیتونو خوښي ښودلې او ویلي یې دي، دا مهال په هېواد کې ۳۸ صنعتي خونې او له شپږ زره زیاتې کارخونې فعالې دي، چې په مستقيم او غير مستقيم ډول يې میلیونونو کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.

دوکتور محمد نعیم د صنعتکارانو هڅې ستایلي او ډاډ یې ورکړی، چې اسلامي امارت د کورني صنعت ملاتړ ته ژمن دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي خدماتو په برخه کې د صنعتکارانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه کوي او د نړیوال بازار د موندنې هڅې هم روانې دي.

صنعتکارانو په دې لیدنه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي؛ اسلامي امارت د هېواد د صنعتي ودې او اقتصادي پیاوړتیا لپاره ژمن دی او دوی چمتو دي، چې د دې سترې موخې لپاره خپلې هڅې لا پراخې کړي.