د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي؛ په ۲۸ ولایتونو کې د صنعتي ساحو د جوړېدو په موخه صنعت او سوداګرۍ وزارت ته شاوخوا ۸۰ زره جریبه ځمکه انتقال شوې ده.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په ځانګړې ترسره شوې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او اراضي ریاست په ګډون پلاوي ته دنده سپارل شوې وه، چې د کابل په څلورو خواوو کې دې د صنعت اولیه او خفیفه لپاره دوه، دوه جریبه ځمکه د صنعتي سیمو جوړولو په موخه د افغانستان اسلامي امارت له لوري د نوي منظور شوي قانون، چاپېریال ساتنې او ښاري ماسټر پلان اړوند د یوې کړنلارې له مخې یادې ځمکې ځانګړې او وسپاري.
یاد معاونیت زیاتوي، په کندوز ولایت کې دې ۱۰ زره جریبه ځمکه د صنعتي سیمو لپاره د اسلامي امارت له لوري د نوي منظور شوي قانون، چاپېریال ساتنې او ماسټرپلان اړوند ځانګړې او وسپاري.
همداراز، د کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ او کندوز ولایتونو پرته په نورو ولایتونو کې دې د امکان په صورت کې د صنعتي پارک لپاره په هر ولایت کې ۱۰۰۰ جریبه ځمکه د صنعتي ساحو لپاره د اسلامي امارت له لوري د نوي منظور شوي قانون، چاپېریال ساتنې او ماسټرپلان اړوند ځانګړې او وسپاري.
د دې معاونیت په وینا؛ په ننګرهار، کندهار او بلخ ولایتونو کې دې د صنعتي ساحو لپاره ۲۰، ۲۰ زره جریبه ځمکه د صنعتي ساحو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري د نوي منظور شوي قانون، چاپېریال ساتنې او ماسټرپلان له مخې ځانګړې او وسپاري.
همدارنګه دې د یادې ځمکې له یوې برخې څخه د کانونو د پروسس کولو لپاره هم ګټه واخیستل شي.
په دې ډول د کوچني صنعت یا تشبثاتو لپاره دې په هر ولایت کې له ۱۰ څخه تر ۵۰ جریبه ځمکه د صنعتي ساحو لپاره د اسلامي امارت له لوري د نوي منظور شوي قانون، چاپېریال ساتنې او ماسټرپلان اړوند ځانګړې او وسپاري.
همداراز دې د فارمي مالدارۍ، کرنې او د چرګانو پالنې لپاره دې خلکو ته ملکیتاً یا په اوږدمهاله د تمدید وړ اجاره ورکولو په موخه هر اړخیزه کړنلاره چمتو کړي.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۸ ولایتونو کې د ۳۶ صنعتي ساحو د جوړېدو په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ تر اوسه پورې شاوخوا ۸۰ زره جریبه ځمکه صنعت او سوداګرۍ وزارت ته انتقال شوې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري په اتو ولایتونو کې ۱۲۵ شرکتونو ته ۶۴۹.۵ جریبه ځمکه وېشل شوې ده.