ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ نور محمد حقاني: د وېښتانو په کمولو کې د غېرې شرعي کړنو او پردیو کلتورونو مخنیوی وکړئ

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د پالیسۍ او مسلکي مرستیال شیخ نور محمد حقاني، د دعوت او ارشاد لوی رییس قاري شریف الله حقاني او د کابل ولایت د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو ښاري رییس مولوي معلم جان د پلازمېنې کابل د سلمانیو ټولنې له مسولینو او غړو سره ناسته کړې.

ښاغلي حقاني په دې ناسته کې د سلمانیو اتحادیې مسولینو ته په خطاب کې ویلي، چې د وېښتانو په کمولو کې د غېرې شرعي کړنو او پردیو کلتورونو مخنیوی وکړئ.

ورپسې د دعوت او ارشاد لوی رییس هم په غربي طریقه د وېښتانو جوړلو پر مخنیوي ټینګار کړی او د سلمانیو اتحادیې له غړو یې غوښتي، چې په ټولنه کې د شته منکراتو مخنیوي او د معروفاتو اقامه کې دې له یاد وزارت سره همکاري وکړي.

ورته‌مهال د کابل ولایت د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو ښاري رییس د منکراتو د مخنیوي لپاره پر ګډه همکارۍ ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر د ټولو مسلمانانو ګډه دیني وجيبه ده او د یادې چارې لاښه ترسراوي کې بشپړې همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا ده.