د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف ترکیې ته د خپل دوه ورځني رسمي سفر له پای ته رسېدو وروسته، نن (دوشنبه، د غبرګولي پینځمه) د ایران پلازمینې تهران ته سفر کړی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، شهباز شریف به په دې سفر کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د همکاریو، سیمهییزو او نړیوالو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.
باید وویل شي، چې د پاکستان لومړي وزیر د سیمې هېوادونو ته خپل شپږ ورځنی رسمي سفر پیل کړی دی.