ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لیورپول کې د یوې ترافیکې پېښې له امله ۲۷ کسان ټپیان شوي

د انګلستان فوټبال غوره‌لیګ سیالۍ د لیورپول لوبډلې د اتلولۍ جشن د نمانځنې پر مهال یو موټر د مینوالو په ډله ورغلی، چې له امله یې د څلورو ماشومانو په ګډون ۲۷ کسان ټپیان شوي.

د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی.

د برېتانیا پولیسو ویلي، چې ۵۳ کلن موټر چلوونکی نیول شوی دی.

ویل کېږي چې د ۲۰ کسانو درملنه د عادي ټپونو له امله د پېښې په ځای کې شوې، خو چارواکو ویلي، چې ۲۷ کسان روغتون ته لېږدول شوي دي.

پولیسو دا پېښه فردي عمل ګڼلې او ویلي یې دي، چې اوس‌مهال د نورو لاس لرل نه پلټل کېږي. دوی زیاته کړې، چې یاده پېښه د ترهګرۍ د عمل په توګه نه څېړل کېږي.

د ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې موټر د لیورپول لوبډلې د اتلولۍ جشن د نمانځنې پر مهال په ګڼه ګوڼه ورځي او ګڼ خلک وهي.