ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

حماس په غزه کې د اوربند لپاره د امریکا نوې طرحه منلې

حماس اسلامي غورځنګ ته نږدې یوه فلسطیني چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دې غورځنګ په غزه کې د اوربند په تړاو د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي سټیو وټکاف نوې طرحه منلې ده.

دا طرحه داسې مهال وړاندیز شوې، چې په قحطۍ ځپلې غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو وحشتونه لا هم روان دي او د بشري مرستو د بندښت تر څنګ یې پر بېلابېلو سیمو بریدونه جاري ساتلي دي.

روغتیايي سرچینو ویلي، چې یوازې پرون دوشنبه پر غزه د صهیونیستي یرغلګرو په بریدونو کې د زیاتو ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۸۱ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د راپورونو له مخې حماس او د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي د قطر په دوحه کې په دې طرحه هوکړه کړې.

په دې طرحه کې ۷۰ ورځنی اوربند، په دوو پړاوونو کې د حماس له لوري د ۱۰ بندیانو خوشي کول او د صهیونیستي رژیم له لوري د فلسطیني بندیانو ازادول شامل دي.

سرچینو ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د دې هوکړې شرایط او له غزې څخه د اسرائیلي عسکرو وتل تضمین کړي. سربېره پر دې به له لومړۍ ورځې غزې ته د بشري مرستو د لېږد اجازه ورکړل شي.

سټیو ویټکاف بیا دا نظر رد کړی، چې حماس په غزه کې د اوربند او بندیانو د خوشي کولو له طرحې سره هوکړه کړې. نوموړي رویټرز ته ویلي، څه چې یې لیدلي “په بشپړ ډول د نه منلو” وړ دي او هغه وړاندیز چې بحث پرې شوی، د ده له وړاندیز سره سم نه دی.

اسرائیلي یرغلګرو د روان زېږدیز کال د مارچ پر ۱۸مه په یو طرفه ډول د غزې اوربند مات کړ او له دوو اونیو کلابندۍ وروسته یې یو ځل بیا پراخه پوځي عملیات پيل کړل.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د مارچ له ۱۸مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۳ زره او ۸۲۲ فلسطینیان شهیدان شوي او د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې نږدې ۵۴ زره فلسطینیان شهیدان او نږدې ۱۲۳ زره نور ټپیان دي.