ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل پوهنې ریاست: د بېرته راستنو شویو ۳۲۰ زده‌کوونکو د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري ډول د افغان کډوالو له ایستلو سره هم‌مهاله پوهنې وزارت هڅه کړې، چې راستنو شویو افغانانو ته په کور د ننه د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

تازه د کابل پوهنې ریاست له ۳۲۰ زده‌کوونکو څخه د سویې د ثبیت ازموینه اخیستې. یاد ریاست د ازموینې د بهیر له روڼتیا ډاډ ورکړی.

راستانه شوي زده‌کوونکي خوښ دي، چې په کور دننه د زده‌کړو زمینه ورته برابره شوې ده.

د کابل پوهنې ریاست له دې وړاندې هم له سلګونه راستنو شویو زده‌کوونکو څخه د سویې د تثبیت ازموینه اخیستې وه او په ښوونځیو کې یې د زده‌کړو د دوام په موخه جذب کړي وو.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر ۱۴۰۳ کال کې هم د سویې د تثبیت له ازموینې وروسته ۲۰ زره زده‌کوونکي په بېلابېلو ښوونځیو کې جذب شوي، چې یوازې درې زره یې په کابل پورې اړوند دي.