ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل د حضرت حمزه رض نظامي معسکر څخه ۴۰۰ تنه پولیس فارغ شول

د کابل امنیه قوماندانۍ د ښوونې او روزنې لوی مدیریت اړوند د حضرت حمزه رض نظامي معسکر له اتمې دورې څخه ۴۰۰ تنه پولیس فارغ شول.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال ملا رحمت‌الله حاجي نجیب، د امنیتي چارو معینیت د دفتر رئیس ملا احسان‌الله سهیل، د کابل والي ملا امین‌الله عبید، د کابل د استخباراتو رییس ابو خالد، د کابل امنیه قوماندان ملا ولي جان حمزه او ګڼ شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی و.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران وايي، چې له فارغ شویو کسانو څخه ۸۲ تنه افسران، ۱۳۳ تنه ساتنمنان او ۱۸۵ تنه ساتونکي دي.

نوموړي زیاته کړه، دغه ښوونیز پروګرام چې د شپږو اونیو لپاره جوړ شوی و، په بریالیتوب سره پای ته ورسېد او فارغ شویو منسوبینو ته د فراغت سندونه ورکړل شول.

د ښاغلي ځدران په وینا، د روزنې په دغه موده کې پولیسو ته د قرآن کریم ژباړې، نبوي سیرت، جمع نظام، د چک‌پواینټ اصول، پولیسي عملیات، تکواندو، او اړینې عملي او نظري مسلکي زده‌کړې ورکړل شوې.