ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لاسته راوړنې!

د احصایې او معلوماتو ملي اداره د ټول هېواد په کچه د ارقامو د علمي ثبت، د احصاییوي فعالیتونو د انسجام، جغرافیايي معلوماتو او د نفوسو د احوال ثبتولو په برخو کې فعالیت کوي او هره ورځ د عامه خدمتونو یوه پراخه مجموعه هېوادوالو ته وړاندې کوي.

دې ادارې د خپل مسولیت او پلان شویو فعالیتونو پر بنسټ د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یو شمېر ستر او مهم فعالیتونه ترسره کړي او د پام‌ وړ لاسته‌راوړنې لري، چې مهمو ته یې په لاندې توګه کتنه کوو.

۱- د احصایې او جغرافیايي معلوماتو برخې لاسته‌راوړنې

د معلوماتو او ارقامو راټولول:

د احصایې او معلوماتو ملي اداره هر کال ‎په مرکز کابل کې له ۶۵ امارتي او خصوصي ادارو او وزارتونو څخه د څه‌باندې ۲۰۰۰ معیاري فورمونو او له ۳۴ ولایتونو څخه د ۱۱ زره معیاري فورمونو له لارې د بېلابېلو ټولنیزو، اقتصادي، کرنیزو، روغتیايي، ښوونې او روزنې، لوړو زدکړو او نورو برخو ارقام او معلومات په اونیز، میاشتني، ربعوار او کلني ډول را ټولوي او تر تحلیل او تجزیې وروسته یې د ۶۵ عنوانه احصاییوي نشریو له لارې نشر ته سپاري.

دې ادارې په یاده موده کې دا ارقام په منظم او معیاري بڼه را ټول کړي، چې د ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ کال احصایوي کالنۍ د چاپ په ګاڼه سمبال شوي او نورې نشریې په برېښنايي بڼه د ادارې په ویب‌پاڼه کې خپرې او د لاسرسي وړ دي.

د سروې‌ګانو کول:

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په بېلابېلو برخو کې مهمې سروې‌ګانې ترسره کړې، چې په لنډه توګه یې یادونه کوو:

د افغانستان څو شاخصه خوشه‌یي یا میکس سروې ترسره کول:

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په ۱۴۰۱ کال کې د افغانستان څو شاخصه خوشه‌یي سروې د یونیسف په مالي او تخنیکي همکارۍ د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې ترسره کړه، چې لومړنۍ پایلې او ارقام یې د ۱۴۰۲ کال د غبرګولي میاشتې په ۱۶مه نېټه د یوه خبري کنفرانس له لارې شریک شول.

دا سروې ځکه مهمه ده، چې د میندو او ماشومانو د روغتیايي وضعيت اړوند شاخصونو په اړه معلومات برابروي او له دې معلوماتو بیا د دې برخې د پلانونو او پالیسو په جوړولو کې ګټه اخیستل کېږي.

د ماشومانو زېږون او مړینه، لومړنیو اسانتیاو ته لاسرسی، امیندواري، له زېږون مخکې او وروسته د مور او ماشوم روغتیايي کتنې، د میندو او نویو زېږدلو ماشومانو روغتیا، د میندو مړینه، د مور په شیدو تغذیه، معافیت، زده کړې او یو شمېر نور هغه شاخصونه دي، چې په ټول هېواد کې یې په اړه له ۲۳ زره او ۲۱۳ کورنیو سره مرکې شوې دي. د دې سروې د موندنو راپور په پښتو، دري او انګلیسي ژبو په جلا بڼه چاپ او وېشل شوی دی.

د امو سیند د تخریباتو سروې کول:

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په ۱۴۰۱ کال کې د ریموټ سنسینګ معاصرې ټکنالوژۍ او جغرافیايي معلوماتو سیسټم پر مټ د امو سیند د تخریباتو تېر ۲۲کلن مزل محاسبه کړی دی.

د دې ادارې موندنې ښيي، چې د دغو کلونو په لړ کې د هېواد په څلورو ولایتونو (تخار، کندز، بلخ او جوزجان) کې حدوداً ۳۲۰ کیلو متره مربع سیمه د امو سیند د تخریباتو خوراک شوې ده.

د دې سروې راپور د اسلامي امارت کابینې ته وړاندې شوی، چې پر بنسټ یې اړوند ادارو او وزارتونو ته لازمه بودیجه او امکانات په واک کې ورکړل شي، تر څو په راتلونکي کې د امو سیند د تخریباتو مخه په ښه ډول ونیول شي.

د ځنګلونو سروې کول:

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې په ۱۴۰۱ لمريز کال کې د ريموټ سنسنګ له ټکنالوژۍ او سټلايټي انځورونو څخه په ګټه اخيستو د هېواد ځنګلونه نقشه کړي دي.

د سروې موندنې ښيي، په ۱۴۰۱ کال ۱.۶ میلیون هکټاره ځمکه ځنګلونو پوښلې، چې د هېواد د ټولې خاورې ۲.۵ سلنه کېږي. په ټوله کې بوټو او ځنګلونو بیا ۳ میلیون هکټاره سیمه پوښلې ده.

د سولري څاه‌ګانو فضايي سروې:

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په ۱۴۰۲ کال کې د جغرافیايي معلوماتو له سیسټم څخه په ګټنې د سولري څاه‌ګانو د تثبیت سروې ترسره کړې، چې په پایله کې یې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې ۳۱۰ زره سولري څاه‌ګانې تثبیت شوې دي.

د افغانستان د روغتیا سروې:

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې د هېواد د روغتیايي سکټور په‌تړاو د کره او باکیفیه ارقامو او معلوماتو د را ټولولو په موخه د (MSH) موسسې په مالي ملاتړ په ټول هېواد کې د روغتیا ملي سروې ترسره کړې، چې د ارقامو د را ټولولو پروسه یې ۶۷ سلنه بشپړه شوې ده.

د لوګر ولایت د کلیو د تثبیت او کورنیو د نوملړ اخیستنې سروې:

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د عمومي سر شمېرنې لپاره د مقدماتي چارو په لړ کې د ۱۴۰۳ کال په وروستیو میاشتو کې په نمونوي ډول د لوګر ولایت د کلیو د تثبیت او کورنیو د نوملړ اخیستنې سروې کړې ده.

د تر کښت لاندې سیمو د تثبیت سروې‌ګانې:

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له ریموټ سنسنګ ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستو او د سپوږمۍ د انځورونو د ارزونې پرمټ هر کال د ټول هېواد په کچه د غنمو، وریجو، پنبې او نورو کرنیزو توکیو د تر کښت لاندې سیمو د تثبیت سروې کوي، چې اوبیزې او للمي ځمکې پکې شاملېږي.

۲- د نفوسو د احوال ثبتولو برخې لاسته‌راوړنې

د احصایې او معلوماتو ملي اداره د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو، تولد کارټونو او مثنی پېژندپاڼې د وېش، په پېژندپاڼه کې د عمر اصلاح او نورو اړوند برخو کې له خنډ او ځنډ پرته هېوادوالو ته خدمات وړاندې کوي، چې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته میلیونونه هېوادوالو ترې برخمن شوي دي.

برېښنايي پېژندپاڼې:

دې ادارې د اسلامي امارت له راتګ تر دې دمه په ټول هېواد کې څه‌باندې ۹میلیونه او ۲۷۱ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي.

– د دې ترڅنګ د ۱۴۰۳ کال تر پایه په مجموعي ډول ۱۵ میلیونه او نږدې ۳۳۰ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې، چې ۹ میلیونه او ۳۰۷ زره یې نارینه او ۶ میلیونه او ۲۱ زره یې ښځینه دي.

– په دې موده کې د الکترونیکي تذکرو څه‌باندې ۶ میلیونه انفرادي فورمونه د لا خوندیتوب په موخه سکن او ډیجیټل شوي دي.

کاغذي پېژندپاڼې، زېږون کارتونه او د نفوسو د احوال ثبتولو اړوند نور خدمتونه:

– د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو تر دې دمه له ځنډ او خنډ پرته څه‌باندې ۹ میلیونه هېوادوالو ته د کاغذي پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه، د نویو او مثنی کاغذي تذکرو وېش، د زېږون کارتونو او مړینو پارچو وېش او د نفوسو د احوال ثبتولو اړوند نور خدمتونه وړاندې شوې دي.

– په دې موده کې هېواد ته د ۶۵ زره بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی دی.

۳- ولایتي ریاستونو ته د تابعیت پېژندپاڼو د اصلاحي خدمتونو د ځینې صلاحیتونو ورکړه:

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مراجعینو ته د اسانتیاوو د راوستلو په برخه کې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه‌الله تعالی د فرمان او د خپل مسولیت له مخې اړین ګامونه اخیستي او تر ډېره بریده یې د خلکو د وخت ضایع کېدو او سرګردانۍ مخه نیولې ده.

دې ادارې په وروستیو کې خپلو ولایتي ریاستونو ته د تابعیت تذکرو د ځینې اصلاحي خدمتونو صلاحیتونه ورکړي، چې له دې سره د هېوادوالو ډېرې ستونزې هوارې شوې او پر خپل وخت اړوند خدمتونه ورته وړاندې کېږي.

– په عین شهرت د تکراري تذکرو لغوه کول

– په عین شهرت د تکراري پېژندپاڼو لغوه کول چې د عمر توپیر یې درې کاله وي (د تعلیمي اسنادو او پاسپورټ مطابق)

– د عمر اصلاح ( تر ۱۸ کلنۍ درې کاله او له هغه پورته دوه کاله)

– د املایي تېروتنو اصلاح

– د تخلص درج، حذف یا اصلاح

– د مختاړي او وروستاړي حذف یا اضافه کول

– په ولایتونو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د له وېش وروسته خدمتونو رامنځ‌ته کول او یو شمېر نور متفرقه موارد ولایتي ریاستونو ته د ورکړل شویو صلاحیتونو له ډلې مهم هغه دي.

۴- د نوبت انلاین سیسټم رامنځته کېدل

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په دې وروستیو کې هېوادوالو ته د لا ډېرې اسانتیا په موخه د انلاین نوبت اخیستلو سیسټم جوړ کړی، چې بې‌ساري اسانتیاوې ورسره رامنځته شوې دي.

۵- د عوایدو بانکي کېدل

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په ډېری مرکزونو او په مرکزي دفتر کې د عوایدو راټولول بانکي کړي، چې ډېرې اسانتیاوې ورسره رامنځته شوې او د وخت د ضایع مخه نیول شوې ده.

۶- د اسان‌ خدمت مرکزونو رامنځته کول

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د لا ډېرو اسانتیاوو په موخه په ولایتونو کې د اسان‌ خدمت مرکزونو پر ایجاد تمرکز ډېر کړی، چې په نږدې موده کې یې په ننګرهار، هلمند، هرات او بلخ ولایتونو کې د اسا‌ن‌ خدمت مرکزونه پرانیستي دي.

دا اداره اوس‌مهال په کابل، ننګرهار، هلمند، کندهار، خوست، هرات او بلخ ولایتونو او د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د آسان‌خدمت فعال مرکزونه لري، چې هره ورځ زرګونو هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې کوي.

۷- د بېلابېلو هوکړه‌لیکونو لاسلیک

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د الکترونیکي حکومتولۍ د بنسټیز کېدو او د مراجعینو لپاره د اسانتیا په موخه له بېلابېلو ادارو او وزارتونو سره یو شمېر هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

۸- پراختیايي پروژې

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې په مرکز او ولایتونو کې ګڼ شمېر پراختیايي پروژې طرحه او عملي کړې دي.

د نفوسو د احوال ثبتولو معاونیت کې د څه باندې ۱۴.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴۵۰ کیلوواټه په ظرفیت د لمریزې برېښنا پروژې بشپړول، د ادارې دننه د ۸۰ موټرو په ګنجایش او د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د یو عصري او سرپټي پارکینګ جوړول، د مراجعینو د اسانتیا په موخه د سایبانونو جوړول، د ولایتي ریاستونو د احاطې دېوالونو جوړول، د الکترونیکي تذکرو او اسان‌ خدمت مرکزونو جوړول، ترمیم او تجهیز او یو شمېرې نورې هغه د مهمو پراختیايي پروژو له جملې څخه دي.

د دې ترڅنګ په ۱۴۰۳ کال کې په کاپیسا، پروان، میدان وردګ، غزني، پکتیا، خوست، تخار، بلخ، دایکنډي، روزګان او کونړ ولایتونو کې د نژدې ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۳۲.۷ کیلوواټه په ظرفیت د سولري برېښنا سیسټمونه هم فعال شوي، چې مراجعینو ته یې د خدمتونو په وړاندې کولو کې ډېره اسانتیا برابره کړې ده.