ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا نورالدین ترابي په افغانستان کې د UN-OCHA له مرستیال سره لیدنه کړې

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د اوچا له مرستیال کينيت راجرز او د اړیکو له مسول شمس خلیلي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ملا نورالدین ترابي د یاد دفتر پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ موږ د همکارو موسسو سره په ګډه هڅه کوو، چې اړمنو کورنیو ته د روڼتیا اصل ته په پام پر وخت مرستې ورسوو.

نوموړي په افغانستان کې د UN-OCHA له مرستیال څخه غوښتنه کړې، چې پکتیکا، غزني، زابل، کندهار، روزګان، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونه تر نورو زیاتې مرستې ته اړتیا لري، نو موسسې دې یادو ولایتونو ته پاملرنه زیاته کړې او پر وخت دې ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د اوچا دفتر مرستیال په چارو کې د چټکتیا له امله د یادې ادارې له مشرتابه مننه کړې او ویلي یې دي، چې په راتلونکي کال کې به د پېښو د مدیریت او د بشري مرستو په برخه کې ځانګړې پاملرنه ولري.

نوموړي زیاته کړې، له یادو ولایتونو سره د مرستو او ستونزو د حل لپاره به د واش کلسټر او نورو ټولو اړوندو موسساتو سره له نږدې خبرې وکړو.

په پای کې دواړو لوریو د ګډ کار کولو او د ستونزو د له منځه وړلو ژمنه کړې.