ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پاکستان لومړی وزیر د خپلو سیمه‌ییزو سفرونو په لړ کې اذربایجان ته رسېدلی

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د خپل سیمه‌ییزو سفرونو په لړ کې نن (سه‌شنبه، د غبرګولي ۶مه) اذربایجان ته رسېدلی.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، ټاکل شوې شهباز شریف د پاکستان، ترکیې او اذربایجان ترمنځ په هغه درې اړخیزه ناسته کې هم ګډون وکړي، چې د اذربایجان په لاچین ښار کې ترسره کیږي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان لومړي وزیر له دې وړاندې ترکیې او ایران ته سفر کړی او د یادو هېوادونو له چارواکو سره یې په دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې په بدلونونو خبرې کړې دي.