ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: هېواد ته رالېږدونکو کارخونو ته د پینځه کلن مالیاتي معافیت سربېره صنعتي پارکونو کې ځمکه ورکول کېږي

د افغانستان اسلامي امارت د رياست‌ الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د صنعت اوونۍ د څلورم ملي او نړيوال نندارتون په پرانيست ‌غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

د پرانیستې په دغو مراسمو کې چې د کابینې يو شمېر غړو هم شتون درلود، د ریاست الوزرا اداري مرستیال د یاد نندارتون جوړول وستایل او وې ویل، اسلامي امارت له هرې ممکنه لارې د کورني صنعت او تولیداتو د ودې ملاتړ کوي.

مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، اوس په هېواد کې امنیت او ثبات ټینګ شوی دی او د پانګونې لپاره په بېلابېلو اقتصادي برخو کې اغېزناک فعالیتونه دوام لري، هیله لرو چې د سویلي او مرکزي اسیا د وصل په نقطه به د افغانستان په بدلېدو سره زموږ هېواد بې سارې اقتصادي ګټه ترلاسه کړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه؛ پر افغانستان د اسلامي امارت له حاکمیت راوروسته د بېلابېلو پراختیايي پروژو عملي کولو په برخه کې لازم اقدامات شوي، چې د انرژۍ او اوبو، کلیو پراختیا او بیارغونې، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو له لورې په تېرو دوو کلونو کې تر ۳۴۰ زیاتو چک‌ډېمونو جوړول، د حلقوي او عمومي سړکونو ترمیم او څو نورې سترې او کوچنۍ پروژې یې ښې بېلګې دي.

ښاغلي حنفي وویل؛ په راتلونکي یو، یو نیم کال کې به د هېواد له شمال څخه ۵۰۰ کیلو ولټ مزی له کابل سره وصل شي.

د دې پروژې په بریالیتوب سره به ټول هغه ولایتونه چې د یاد مزي د غځېدو په مسیر کې واقع دي له ۲۴ ساعته برېښنا برخمن شي.

دا به د هېواد د داخلي تولیداتو او صنایعو په برخه کې مهم ګام وي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال له کورنیو تولیداتو او صنعتکارنو څخه د اسلامي امارت د ملاتړ ډاډ ورکړ او وې ویل، که کورني تولیدات پینځه سلنه لوړ شي په مقابل کې یې پینځه سلنه واردات کمېږي او کله چې د داخلي تولیداتو له اړخه پر ځان بسیا شو، نو بهرنیو هېوادونو ته به مو د سوداګریزو توکو د صادراتو کچه لوړه شي.

نوموړي څرګنده کړه، هغه افغان پانګوال او سوداګر که وغواړي له بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته خپلې کارخونې راولېږدوي تر پینځو کلونو به له هر ډول مالیاتو معاف او د هېواد په صنعتي پارکونو کې به ځمکه ورکړل شي.

مولوي عبدالسلام حنفي د داخلي تولیداتو کيفيت اړين وباله او له ټولو تولیدونکو يې وغوښتل، چې يادې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د خپلو خبرو په پای کې وویل؛ اسلامي امارت په هېواد کې د هر ډول پانګونې هرکلی کوي، سوداګرو او پانګوالو ته به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.