د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ایډوین سنیزا سلاوډر او د ختیځې مدیترانې حوزې د پولیو له منځه وړلو مسول ډاکټر حامد جعفري سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړولو په موخه بېلا بېلو روغتیايي برخو کې د روزنیزو ټریننګونو پر برابرېدو، د پولیو واکسین غوره تطبیق، بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د روغتیايي خدمتونو او اسانتیاوو رامنځته کېدو، روغتونونو لپاره د طبي تجهیزاتو برابرېدو، د کتلوي معافیت جوړې شوې پالیسۍ د تطبیق او د سرطان ناروغانو د درملنې برخه کې پر همکاریو خبرې شوې دي.
د عامې روغتیا وزیر، د پولیو او ټولو ساري ناروغیو سره مبارزه د روغتیا وزارت لومړیتوب یاد کړ او ویې ویل؛ په دې برخه باید د ښکېلو خواوو له لوري لا زیات کار وشي، د پولیو واکسین په ښه توګه تطبیق او د مخنیوي لپاره یې مناسب پلان جوړ او عملي شي.
مولوي نور جلال جلالي همداراز، په تورخم کې بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د اسانتیاوو او هرات ولایت کې د تلسیمیا ناروغانو درملنې لپاره جوړ شوي روغتون ته د عصري تجهیزاتو برابرېدو یادونه کړې او په دې برخه کې د یاد سازمان له لوري د همکارۍ غوښتونکی شو.
د روغتیا نړیوال سازمان استازو، د خپلو ترسره شویو فعالیتونو په اړه د معلوماتو ورکولو سربېره په یادو برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.