ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د یو ان ډي سي رییس: له نشه‌يي توکو سره د اسلامي امارت مبارزه به په مستند ډول له نړیوالو سره شریکه کړي

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال لوی پاسوال ملا عبدالحق اخوند همکار د یو ان ډي سي له رییس پولیک اوک سری او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ښاغلي همکار ویلي، دا چې په هېواد کې د کوکنارو په کښت، قاچاق، پېر او پلور باندې بندیز لګیدلی، خو له امله یې بزګران ډیر متضرره شوي او بدیل کښت ورته ډیر ضروري دی، تر څو دوي له فقر او بیوزلۍ څخه وساتل شي.

نوموړي زیاته کړې، اوس په هېواد کې ښه امنیت ټینګ شوی او مناسب فرصت رامنځته شوی، نو زموږ غوښتنه دا ده چې د پولیسو په مسلکي روزنې، د منسوبینو د ظرفیت لوړونې او نورو اړینو برخو کې، چې موږ ورته اړتیا لرو، باید همکار پاتې شئ.

د یون‌ډي‌سي رییس د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې له مرستیال څخه د ترسره شویو کړنو د ستاینې ترڅنګ ژمنه کړې، چې هڅه به وکړي د راتلونکو مهمو ناستو لپاره د دغه معینیت ترسره شوې کړنې له نړیوالو سره په مستند توګه شریکې کړو، څو دا چاره د هېواد د روږدو کسانو د ملاتړ، درملنې او کروندګرو لپاره د بدیل کښت په برخه کې د همکاریو ښې پایلې ولري.